سنګاپور 06 مارچ (اے پی پی) نړيوال ایئر ټرانسپورټ ایسوسی ایشن (آئی اے ټی اے) له مخې د چین څخه خپريدونكې كرونا وائرس له امله فضائی كمپنیو ته د 63 اربه نه تر 113 اربه ډالره د زيان اندېښنه ده۔ د عرب ذريعو له مخې نړيوال فضائی ټرانسپورټ ایسوسی ایشن د اړخه جاری كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي چې كرونا وائرس په نړوالې هوابازۍ منفی اثرات مرتب كړې دي۔ ایاټا له مخې د فروری 2020ء په مهال د كرونا وائرس له امله فضائی كمپنیو ته د 29 اربه 30 كروړه ډالره مجموعی زيان رسيدلې۔