جنوبی کوریا كښې د کرونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 6000 ته رسيدلې

سیئول 05 مارچ (اے پی پی) جنوبی کوریا كښې د کرونا وائرس 145 نوو کیسونو نه پس د وائرس له امله د ځپليو مجموعی شميره 6000 ته رسيدلې ده كومه چې چین نه پس تر ټولو زياته ده۔نړيوالې ميډيا له مخې جنوبی کوریا د روغتيا محکمې چارواكو د کورونا وائرس له امله د 35 كسانو د مرګ تصدیق کړې ۔سیئول كښې د خارجه وزارت له مخې تر اوسه 36 هېوادونو او سيمو د جنوبی کوریا وګړو هېواد ته په داخليدو بنديز لګولې۔ د جنوبی کوریا جنوبی ښار داګو كښې 4300 څخه زيات كسان د وائرس له امله ځپلې شوي۔هېواد كښې د کرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره حکومت د شورو په ورځ 11.7 ټریلیونه وان (9.9 بلیونه دالر) اضافی بجټ تجویز کړې۔