په لېبيا كښې دوه ترك عسكر وژلې شوي . ترك اولس مشر

انقره 25 فروري (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د نهې په ورځ تصديق كړے چې په لېبيا كښې دوه ترك عسكر وژلې شوي. د المانې مېډيا له مخې اولس مشر اردوان دا نه دي وئيلي چې دا ترك عسكر كله وژلې شوي . د نهې په ورځ آذربائيجان ته د روانېدو په مهال ترك اولس مشر د دې خبرې تصديق كړے. تېره اونۍ ترك اولس مشر وئيلي وو په لېبيا كښې ترك عسكر وژلې شوي خو شمېره ئې نه وه ښودلې. تركيې په لېبيا كښې د ملګرو ملتونو د پلوي حكومت مرستې لپاره خپله پوځي ډله لېبيا ته لېږلې ده.