بيجنګ 20 فروري (اے پي پي) چين د کرونا وائرس ځپليو په كېسونو كښې تر ډېره حده د كمې راتلو اعلان كړې٬ د چين نېشنل هېلت كمېسون وئيلي دي د كرونا وائرس ځپليو شمېره 74 زره نه زياته شوې او د 114 نورو كسانو مړينې نه پس د مړو شمېره 2118 ته رسېدلې ده۔ د هوبي هېلت كمېسون وئيلي دي په ووهان ولايت كښې 615 نوې كېسونه او دغسې په نورو ښارونو كښې 13 كېسونه رامخې ته شوي٬ د ولايت په بېلا بېلو ښارونو كښې د ځپليو شمېره كمه شوې او دې كښې په تندۍ سره كمې روان دېے