کوالالمپور ۔ 18 فروری (اے پی پی) د ملائیشیا او هانګ کانګ کرېکټ لوبډلو ترمينځه د 5 ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د زيارت په ورځ کنارا اکېډمی اوول، کوالالمپور كښې كېږي۔ د هانګ کانګ لوبډله دا مهال ملائيشيا كښې موجود ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ د 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز دويم مېچ به په 21 فرورۍ ٬ درېم په 23 فرورۍ ٬ څلورم په 24 فرورۍ او پنځم او وروستې ټي ټونټي مېچ په 26 فرورۍ كولې شي۔ د سيريز ټول مېچونه به په کنارا اکېډمی اوول، کوالالمپور كښې كېږي