امريکا كښې به پورټلېنډ ونټر لائټس فېسټيول (نن) پائې ته رسي

واشنګټن 07 فروري (اے پي پي) دا مريكې په اوريګن ايالت په پورټلېنډ ښار كښې كلن ونټر لائټس فېسټيول (نن) د خالې په ورځ پائې ته رسي۔ د امريكې ميډيا له مخې هر كال په ژمي كښې په ياده شوې سيمه كښې د ونټر لائټس فېسټول په مهال ټول ښار د ښائسته او رنګين لائټس نه سنګارولې شي٬ په نندارتون كښې د رڼا ټنل٬ لائټس ډسپلے او په خله د اور مړ كولو هنر مندان د خپل فن مظاهر كوي۔ په نندارتون كښې د يخنۍ په موسم كښې د ګرم چاكلېټ٬ سټريټ فوډ او د نورو خوراكونو سټالونه هم لګولې شوې دي