جاپان٬ كلن ساپورو سنو فېسټول پېل شو

ټوکيو 07 فروري (اے پي پي) د جاپان په ساپورو ښار كښې كلن ساپورو سنو فېسټول پېل شوې دې۔ د جاپان ميډيا له مخې په ښار كښې په دريو بېلا بېلو ځايونو كښې فېسټول پېل شوې دې چرته چې د سلګونو په شمېر د بېلا بېل سائز او شكلونو د واورې شاندارې مجسمې اېښې شوې دي٬ په نندارتون كښې د واورې د سلائډز او د واورې رافټنګ هم جوړ كړې شوې دغسې چې كورنيو سره راغلې ماشومان هم د نندارتون مزې واخلي۔ سنو فېسټول به تر 11مې فرورۍ دوام لري