اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د پاکستان د کبډي فېډرېشن تر سېوري لاندې نړيوال كبډي كپ به (سبا) اتوار پېل كيږي۔ د فېډرېشن عمومي سېكتر ووئيل په دې لړ كښې تيارۍ روانې دي د ون يونټ مېچونه به په لاهور٬ فېصل آباد او ګجرات كېږي۔ په جام كښې به لس لوبډلې برخه اخلي چې پكښې پاکستان، ايران، هند ، كاناډا، کينيا، آسټراليا، برتانيه، امريکا، سېرالون او آزربائيجان شامل دي۔ جام به د فرورۍ تر 16مې نيټې دوام لري