
بيجنګ 07 فروري (اے پي پي) چين د خپرونو سركاري ادارې په نوزېژون ماشوم كښې د كرونا وائرس د شك څرګندونه كړې ده٬ د خپرونې ادارې له مخئ ماشوم د ووهان د وبا په مركزي ښار كښې د تېر اتوار په ورځ زېږېدلې ٶ۔ د زېږون نه 30 ساعته پس د وائرس د موجودګۍ درك لګولو لپاره ټېسټ وكړې شو ځكه چې د ماشوم مور د كرونا وائرس ځپلې وه٬ ټېسټ څخه په ماشوم كښې د وائرس تصديق شوې دې٬ اطلاعاتو له مخې د ماشوم كښې نه د تبې او نه د ټوخي علامات ٶ خو په ساه اخستو كښې ورته تكليف ٶ٬ د اېکسرے فوټوګرافي څخه په پړپوس كښې د انفېكشن انكشاف شوې