د اسرائیل عسكرو سره په نښتو كښې د فلسطین درې وګړي شهیدان شوي

غزہ 07 فروری (اے پی پی) غرب اردن كښې د اسرائیل عسكرو سره په نښتو كښې د فلسطین درې وګړي شهيدان شوې دي۔ د امریكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د اړخه متنازعه امن منصوبې اعلان نه پس تر اوسه نښتې روانې دي۔ د فلسطین چارواكو له مخې د غرب اردن ښار جنین كښې د اسرائیل ځواكونو په ډزو كښې 19 كلن ځوان شهيد شوې دغسې د فلسطین ځينې نور وګړي ژوبل شوې دي۔ په دې مهال مظاهرچيانو او د اسرائیل عسكرو ترمينځه نښتو كښې 17 كلن ځوان شهيد شوې۔