بیجنګ۔ 06 فروری(اے پی پی) چين كښې په يو نوي زېږېدلي كوچني كښې د پېدا كېدو نه 30 ساعته وروستو د كورونا وائرس تشخيص شوې دې۔ د برطانوی خبر رسنې ادارې د سركاري ميډيا حوالې سره وئيلي چې دا كوچنې تر دې دمه د كورونا وائرس څخه ځپلې شويو كسانو كښې تر ټولو كم عمره دې۔ دا كوچنې د فرورۍ په دوهمه نېټه د ووهان په يو ځائي روغتون كښې زېږېدلې دې كوم چې ددې وبا مركز دې۔ د كوچني د پېدا كېدو څخه وړاندې د كوچني د مور ټېسټ وكړې شو كوم چې مثبت راغلې وو ولې بياهم تر دې دمه دا معلومه شوې نه ده چې كوچني ته دا رنځ څنګه منتقل شو۔ د کورونا وائرس دلاسه تر دې دمه د مړو شمېره 563 ته رسېدلې او د ځپليو شمېره 28 زره څخه زياته شوې ده۔ دا وائرس نورو هېوادونو ته هم خپور شوې دې او چين څخه بهر 191 وګړو كښې ددې تشخيص شوې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ډبليو اېچ او مشر ټېډروس اډهانم د چين نه علاوه په نورو هېوادونو كښې د كورونا وائرس مخ په زياتېدو كېسونه نظر كښې نيولو سره تېره ورځ د 3 مياشتو منصوبه بندۍ له د 675 ملین ډالر فنډز اپیل كړې۔