ډربن ۔ 06 فروری (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او انګلېنډ ترمينځھ د درې يو ورځني مېچونو سيريز دويم مېچ نن د جمعې په ورځ كنګز مېډ ٬ ډربن كښې كولې شي۔ كوربه لوبډلې پروټيز ته د انګلېنډ په ضد سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ پروټیز په اولني يو ورځني مېچ كښې انګلېنډ ته 7 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې انګلېڼد سوئيلي افريقا ته د څلور ټېسټ مېچونو په سيريز كښې 3-1 سره ماتې وركړې وه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سوئيلي افريقا او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو سيريز درېم او وروستې مېچ به د فرورۍ په 9 مه نېټھ جوهانسبرګ كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنې مېچ په 12 فروري ايسټ لندن ٬ دوهم په 14 فرورۍ ډربن او درېم او آخري ټي ټونټي مېچ په 16 فرورۍ سنچورين كښې كولې شي