نجران۔ 06 فروری (اے پی پی)سعودی وګړي د خپل زوي سوډانې وژونكې سر قلم كېدو څخه څو لحظې وړاندې معاف كړو۔ د سعودي عربستان خبر رسنې ادارې له مخې سعودي عدالت د جرم په ثابت كېدو سوډاني ته د ځان په بدل كښې د ځان قانون نافذ كولو سره دده د سر قلم كېدو سزا اورولې وه۔ ځائي وګړي د اهل خېر په سفارش خپلې مرضۍ سره وژونكې د اجر او ثواب په نيت معاف كړو۔ د سعودي وګړي لخوا د معافۍ اعلان د وژونكي سر قلم كېدو څخه څو لحظې وړاندې وكړې شو۔ سوډاني مجرم په دې د سعودي وګړي مننه كولو سره ووئيل د نوې ژوند په ترلاسه كېدو به زه دا احسان چرې هېر نه كړم۔ مجرم په دې مهال په خپل ناوړه حركت د ستومانتيا څرګندونه هم وكړه