اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي كوم پاكستانې د كشمير مسئلې سودا كولو سوچ هم كولې نه شي۔ زمونږ كوچنې كوچنې ٬ سياسي مشرتابه او ټولې ادارې په دې تحريك كښې د كشميري اولس سره دي۔ پارلېمنټ په دې اړه په يوه خله قرارداد منظور كړې دې۔ د استصواب رائې حق تر ترلاسه كېدو به د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو۔ هند د اګست 5مه نېټې ګامونو سره دملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي كړې او خپل دستور ئې په خپله له مينځھ وړلې۔ د كشميري اولس د پېژندګلو او د كشميرياتو تصور ختمولو هڅه شوې ده۔ د ملګرو ملتونو فېكټ فائنډنګ مشن ته دې جموں وكشمير ته د تلو اجازه وركړې شي دغسې چې دوئي ته دغلته د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو په اړه معلومه شي۔ هند كه څه پټول نه غواري نو نړيواله ميډيا ته دې جموں وكشمير ته د تلو اجازه وركړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د كشمير يووالي ورځې حوالې سره خپل بيان كښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د كشمير مسئلې په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې مونږ ته ښكاره كاميابي ترلاسه شوې ده۔ د بشري حقونو كمېشن كښې پاكستان ته كاميابي ترلاسه شوې او دې كمېشن مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو تصديق كړې۔ ده ووئيل په امريكائي كانګرېس كښې دوه وارې مقبوضه كشمير كښې په هندي ظلم او ز ياتي بحث شوې۔ اروپائي پارلمان كښی هم په دې اړه بحث شوې دې دې سره سره 50 كاله وروستو د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې هم د كشمير په مسئله بحث شوې دې۔ ده وئيل مقبوضه جموں و كشمير كښی قابض هندي ځواك كشميري مشرتابه نظر بند كړې ده۔ نن ټوله نړۍ د مقبوضه كشمير حالاتو څخه خبر ده۔ حقيقت څخه سترګې پټولې شي او نړۍ د تجارتي مصلحتونو په سبب خاموشه ده۔ خارجه وزير ووئيل د نړيوالې ورورولۍ په شمول ټول د ظلم ختمولو غوښتنه كوي۔ كشميري اولس لپاره ټولو لويو ښارونو كښې احتجاجي لاريونونه ويستلې شوي دي او ملګرو ملتونو او د نړۍ لويو هېوادونو د هند غندنه كړې ده۔ خارجه وزير ووئيل مقبوضه كشمير كښې په روان لاك ډاؤن كښې د يو لحظې اضافه هم د نړيوالې ورورلۍ په ضمير بوج دې۔ نړيواله ورورولي دې د بشري حقونو د تحفظ په ملاتړ كښې كوټلې كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل هند دې د ملګرو ملتونو فېكټ فائنډنګ مشن ته جموں وكشمير ته د تلو اجازه وركړي دغسې چې دوئي ته دغلته د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو په اړه معلومه شي۔ ده زياته كړه چې كه هند څه پټول نه غواري نو نړيواله ميډيا ته دې جموں وكشمير ته د تلو اجازه وركړي۔ ده ووئيل پاكستان د دې عزم پخلې كوي چې د استصواب رائې حق تر ترلاسه كېدو به د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلې شي