
اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پاك نېوي درېم ناټيكل نړيوالې سيالۍ په نېول اكېډېمۍ كښې پېل شوې ۔ په ون يونټ كښې به د كشتي رانۍ٬ لامبو٬ په سمندر كښې د ځان ساتنې او د سي مېن شپ مقابلې كېږي۔ د نيوي وياند له مخې د مقابلو په پرانستې دستوره كښې د پاكستان نېول اكېډېمۍ كمانډنټ خاص مېلمه ٶ۔ په ون يونټ كښې د پاكستان پشمول ٬ د المان٬ تركيه٬ عمان ٬ انډونيزيا٬ قطر او سري لنكا د 8 لوبډلو ترمېنځه مقابلې كېږي۔ په نړيوال ناټيکل مقابل كښې به د پاكستان نېول اكېډېمۍ او د پاكستان مېرينز اكېډېمۍ لوبډلې د پاكستان نمائندګي كوي