وزیراعظم عمران خان په دوه ورځنۍ سركاري دوره ملائیشیا ته روان شو خارجه وزير شاہ محمود قرېشی، د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحلاتو وفاقي وزير اسد عمر او د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد وزيراعظم سره دے د وزيراعظم دورې په مهال به په مهمو لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو لاس ليك كېږي۔ خارجه دفتر

اسلام آباد ۔ 3 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره ملائیشیا ته روان شو۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشی، د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحلاتو وفاقي وزير اسد عمر او د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد وزيراعظم سره دے۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان دا دوره د ملائیشیا وزیراعظم مهاتیر محمد په بلنه كوي۔ د دورې په مهال به دواړه وزيراعظمان د جلا ملاقات نه ځانله د پلاويو په كچه هم خبرې كوي۔ دې سره سره په مهمو لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو د لاس ليك دستورو كښې به ګډون كوي۔ دوئي به په ګډه پرېس ټاك كوي۔ وزیراعظم عمران خان به د خپلې دورې په مهال د انسټیټیوټ آف سټریټجک او انټرنیشنل سټډیز ترسېوري لاندې تھنګ ټېنكس ته خطاب هم كوي۔ دا د وزيراعظم عمران د ملائيشيا دوهمه دوره ده۔ دې څخه وړاندې ده په 21 نومبر 2018ﺀ د ملائيشيا دوره كړې وه او د ملائيشيا وزیراعظم مهاتیر محمد تېر كال 21 څخه تر 23 مارچ د پاكستان دوره كړې وه۔ پاكستان او ملائيشيا يو بل سره نزدې او په زړه پورې اړيكې لري۔ د دواړو هېوادونو د مشرتابه وژن په رڼا كښې په روانو كلونو كښې دوه اړخيزې اړيكې لا مضبوطې شوي دي۔ د وزیراعظم عمران خان دې دورې سره به اقتصادي اړيكې لا مستحكم شي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم جموں وكشمير كښې د بشري حقونو او په مجموعي وضعه رڼا اچوي او د كشمير مسئلې د سولييز حل په اهميت به زور راوړي۔