كېپ ټاٶن 02 فروري (اے پي پي) د سوئيلي افريقې او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ په كېپ ټاٶن كښې كېږي. د دې څخه وړاندې د انګلستان د كركټ لوبډلې د سوئيلي افريقې لوبډلې ته د څلور ټېسټ مېچونو په سېريز كښې ماتې وركړې. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوهم مېچ به د فرورې په 7مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د فرورې په 9مه نېټه كېږي.