پوچيفسټروم 02 فروري (اے پي پي) په انډر 19 نړيوال كپ كښې به د پاكستان او هند ترمېنځه د سيمي فائنل مېچ د فرورې په 4مه نېټه په پوچيفسټروم كښې كېږي. د انډر 19 قومي لوبډله پوچيفسټروم ته رسېدلې ده. د پاكستان د كركټ لوبډله به د روحېل نذير په مشرې كښې مېدان ته ځي. د ټورنامنټ دوهم سيمي فائنل به د فرورې په 6مه نېټه د بنګله دېشن او د نيوزي لېنډ د انډر 19 لوبډلو ترمېنځه كېږي. د ټورنامنټ فائنل مېچ به د فرورې په 9مه نېټه كېږي.