په آسټراليا كښې د ګاډي په ټكر كښې 4 ماشومان مړه او 3 ژوبل شوي

سډني 02 فروري (اے پي پي) په آسټراليا كښې د ګاډي په ټكر كښې 4 ماشومان مړه او 3 ژوبل شوي دي. د سنډے ټيلي ګراف راپور له مخې دا پېښه د آسټراليا په سډني ښار كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په نشه كښې ډوب ګاډي چلونكي د سكول په ماشومانو ګاډې وخېژولو. په پېښه كښې 4 ماشومان مړه او 3 ژوبل شوي دي. ژوبل شوي ماشومان روغتون ته رسول شوي دي. پوليسو په موقع 29 كلن ګاډې چلونكې نيولو سره د پېښې پلټنې پېل كړې دي.