په امريكا كښې په چرچ د ډزو په پېښه كښې 2 كسان مړه او 2 ژوبل شوي

واشنګټن 02 فروري (اے پي پي) په امريكا كښې په چرچ د ډزو په پېښه كښې 2 كسان مړه او 2 ژوبل شوي دي. د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې په فلورېډا ايالت كښې يو وسله وال تن په وكټري سټي چرچ ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې دوه كسان مړه او دوه ژوبل شول. د پوليسو له مخې په مړو كسانو كښې يو 17 كلن هلك او يو بل 47 سړے شامل دي. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي. پوليسو مقدمه درج كولو سره د پېښې پلټنې پېل كړې دي.