
اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د الفېصل فټ بال کلب اسلام آباد ترسېوري لاندې یوم یکجهتی کشمیر فټ بال ټورنامنټ (نن) د خالي ورځې څخه جی نائن ټو کراچی کمپنی فټ بال ګراؤنډ كښې پېل كېږي۔ د ټورنامنټ پرانسته به د قامي اسمبلۍ ايډيشنل سېكتر محمد مشتاق كوي۔ د الفېصل فټ بال کلب صدر محمد شدیر خان ووئيل د ټورنامنټ تيارې ترسره شوي ۔ ده ووئيل د ټورنامنټ انټري فيس 1500 روپۍ مقرر كړې شوې او د ټورنامنټ فائنل به د فرورۍ په 5 مه نېټه كولې شي۔ د اختتامي دستورې خاص مېلمه به د قامي اسمبلۍ پخوانې غړې مياں محمد اسلم وي كوم به چې ټورنامنټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو لوبغاړو ترمينځھ انعامونه وېشي۔ ټورنامنټ لپاره څلور كسيزه كمېټي جوړه كړې شوې كومو كښې چې سید مقبل حسېن نقوی، طارق محمود چوهدری، محمد اسلم ګنډہ پور او دلاور حسېن شامل دې۔