اولس مشر ډاكټر عارف علوي په تركيه كښې په زلزله كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني وښودله

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په تركيه كښې په زلزله كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني ښودلې. د ايوان صدر لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې پاكستانې قوم د خپل ترك خوئېدو وروڼو په غم كښې برابر شريك دے او دوي سره ولاړ دے. اولس مشر په زلزله كښې د حق رسېدليو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه. ده د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه.