
واشنګټن 24 جنوري (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د مېنځني ختيز امن منصوبه د نهې په ورځ په اولس ته د څرګندولو اعلان كړے٬ ده ووئيل دا منصوبه به راتلونكې اوونۍ كښې د اسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو د واشنګټن دورې نه ګهړۍ شيبه وړاندې اعلانولې شي ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ ټرمپ د دې خيالاتو څرګندونه ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل زه به دا منصوبه د اسرائيل وزيراعظم سره د ملاقات نه وړاندې اعلانوم٬ ده ووئيل د فلسطين لخوا خو وړومبئ په دې منصوبه د منفي ردعمل څرګندونه كولې شي خو حقيقت دا دے چې منصوبه دوي لپاره زياته ګتوره ده۔ د دې نه وړاندې په وائټ هاٶس كښې ده وئيلي وٶ د نېتن ياهو د امريكې دوره د دواړو هېوادونو مشتركه سيمه ايزه او د قامي سلامتيا په معاملو د خبرو اترو ځالانده موقع ده ۔ بلخوا د اسرائيل د سياسي اتحاد بليو اېنډ وائټ چيئرمېن او د نېتن ياهو انتخابي حريف بينجمن ګينټز هم د ټرمپ لخوا د واشنګټن دوره قبوله كړې ده