مقبوضه بېت المقدس۔23جنوری(اے پی پی) ملګرو ملتونو د اسرائيلي رياست لخوا د فلسطين په غزه سيمه لګولې شوې اقتصادي بندېزونه جواز نه لرونكي ګرځولو سره دغه په سمدستي توګه د پورته كولو غوښتنه كړې ده۔ د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وياند سټېفن دوجارک نیویارک كښې يو خبري كنفرنس كښې ووئيل په غزه پټۍ لګېدلې بندېزونه د لكھونو په شمېر فلسطيني وګړي ستونزو سره مخ كړي۔ وياند ووئيل تر كومې چې د فلسطيني اولس او اسرائيل ترمينځه روانې سياسي شخړې هوارې نه شي تر دغه وخت به نړيوالې ورورولۍ له په ټولو څانګو كښې د فلسطيني اولس مرسته كول وي۔ د ملګرو ملتونو عهدېدار ووئيل ملګري ملتونه مقبوضه فلسطين كښې ذمه وارۍ ترسره كولو له د خپل لوظ پخلې كوي۔ ده ووئيل نړيواله اداره نړيوالې ورورولۍ ته خواست كوي چې هغه دې د غزه پټۍ ناكه بندي ختمولو له په اسرائيل فشار واچوي او په فلسطينو سيمو كښې لګولې بندېزونه دې لرې كړي