آئی سی سی انډر 19 کرکټ ورلډ کپ كښې (نن) درې مېچونه كېږي

پوچیفسټروم ۔ 23 جنوری (اے پی پی) په 13م آئی سی سی انډر19 کرکټ ورلډ کپ كښې (نن) د جمعې په ورځ درې نور مېچونه كېږي۔ اولنې مېچ به د پاكستان او بنګله دېش ٬ دوهم د افغانستان او كاناډا او درېم د هند او نيوزي لېنډ ترمينځه كېږي۔ د پاكستانۍ لوبډلې د مېګا ایونټ خپلې ډلې پړاؤ كښې دا وروستې مېچ دې۔ دې څخه وړاندې پاكستانۍ لوبډلې خپل دواړه مېچونه ګټلي دي۔ هرې يوې ډلې څخه به دوه تر ټولو غوره لوبډلې سپرليګ پړاؤ ته رسنه ترلاسه كوي او پاتې ټولې ډلې به پلېټ چېمپئن شپ له مقابلې كوي۔ په ایونټ كښې سپر لیګ پړاؤ به د روانې مياشتې 28 مې نېټې څخه پېل كېږي