تركيه كښې د 5.4 درجې شدت زلزله

انقرہ ۔ 23جنوری(اے پی پی) ترکیه كښې د 5.4 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي۔ د تركيه اېمرجنسي سروس له مخې د زلزلې دا جړقونه د مانيسا ولايت په كركوك او اقحصار ښارونو كښې محسوس شوي۔ په رېکټر سکېل د زلزلې شدت 5.4 ریکارډ كړې شوې۔ ګورنر احمد ډینز وئيلي دي د زلزلې په نتيجه كښې د چا د مرګ ژوبلې په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل زلزلې سره يو شمېر ودانيو ته زيان رسېدلې۔ ده زياته كړه چې مانيسا كښې خلق د زلزلې له امله يرې اخستې او كورونه ئې پرېښودلې ولې اوس حالات د معمول له مخې دي