
كابل23 جنوری (اے پی پی)د افغانستان په شمالي تخار ولايت كښې امنيتي ځواكونو په يوه چوكۍ د طالبانو د بريد نه پس ډزې پیل كړی چې په نتيجه كښې يې 4 طالبان او 2 امنيتي عسكر مړه شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د صوبائي حكومت وياند محمد جواد حجري وئېلي دي د طالبانو يوې ډلې د شمالي تخار ولايت په بهارك سيمه كښې د ډسټركټ هېډكوارټرز سره نزدې د زيارت په سهار په امنيتې پوسته بريد وكړو۔د دې نه پس د امنيتي ځواكونو ډزو په نتيجه كښې 4 طالبان او 2 امنيتي عسكر مړه شوي او دوه طالبان او يو امنيتي عسكر ژوبل شوے