بیروت 22 جنوری (اے پی پی) د لبنان نامزد وزیراعظم حسان دیاب د اولس مشر مېشیل عون د منظورۍ نه پس خپله نوې 20 كسيزه کابینه اعلان کړې ده۔دې څخه وړاندې نامزد وزیراعظم العربیه نیوز ته ووئيل په نوې کابینه كشې د 20 وزيرانو شمولیت لپاره د سیاسی ډلو سره يو لوظنامه شوې ده۔دې نه پس حسان دیاب د اولس مشر مېشیل عون سره ملاقات کړې او هغه ئې د خپلې کابینې د غړو څخه خبر كړې۔د لبنان اولس مشر مېشیل عون په 19 دسمبر د تعليم پخوانې وزير حسان دیاب وزیراعظم نامزد کولو سره هغه له د نوې حکومت جوړولو بلنه وركړې وه۔ دا خبره دې ياده وي چې پخواني وزیراعظم سعد الحریری اکتوبر كښې په ټول هېواد كښې د احتجاجی مظاهرو نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړې وه۔