د ایران کېش جزیرہ كښې د توان او تیلو نړيوال نندارتون

تهران 22 جنوری (اے پی پی) د ایران جنوبی جزیرې کېش كښې 16م نړيوال د توان او تیلو نندارتون وشو۔د دې نندارتون مقصد د ایران د تیل، ګاز ٬ پیټرو کیمیکل او توان په صنعتونو د بنديزونو اثرات حل کولو له تګلارې جوړولو پشمول په دې اړه د هېواد صلاحیتونه معارفي كول دي۔ په دې نندارتون كښې د ایران نه علاوہ چین، اټاليا ، جاپان، برتانيې ، نیدر لینډ، متحدہ عرب امارات، روس او جنوبی کوریا پشان هېوادونو پوهانو ګډون وكړو دغسې د 140 څخه زياتو د هېواد او غیر ملکی کمپنیو هم په دې كښې ګډون كړې دې۔