هنوئي 21 جنوري (اے پي پي) په وېتنام كښې په كور كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د يوې كورنۍ 5 كسان مړه شوي دي. د وېتنام خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه د وېتنام په سوئيلي هوچي من ښار كښې رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې د درې مېرمنو پشمول د يوې كورنۍ 5 كسان مړه شوي دي. د پېښې په اطلاع د اور مړ كولو عمله د پېښې ځائ ته رسېدلې. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.