الياس فخفاخ د تيونس نوے وزيراعظم مقرر كړے شو

تيونسيا 21 جنوري (اے پي پي) د تيونس اولس مشر قېص سعيد د خزانې پخوانې وزير الياس الفخفاخ د وزيراعظم په توګه مقرر كولو سره هغه ته د كابينې تشكيل كولو بلنه وركړې. نوے وزيراعظم به هېواد د معاشي بحران نه د ويستلو او د اولس د غوښتنو پشان چېلنجونو سره مخ وي. حكومت تشكيل كولو لپاره نومول شوي وزيراعظم سره د يوې مياشتې مهلت دے. هغه ته به د نوي حكومت تشكيل كولو نه پس د پارلمان نه د باور رائې ترلاسه كول وي.