په امريكا كښې په كنسرټ هال كښې د ډزو په پېښه كښې 2 كسان مړه او 5 ژوبل شوي

ټېكساس21 جنوري (اے پي پي) په امريكا كښې په كنسرټ هال كښې د ډزو په پېښه كښې 2 كسان مړه او 5 ژوبل شوي دي. د خبر له مخې دا پېښه د ټېكساس ايالت په سن اېنتهونيو ښار كښې په سېنټرل كنسرټ هال كښې رامېنځ ته شوې. پوليسو وئيلي دي چې په بريد كښې دوه كسان مړه او نور پنځه ژوبل شوي دي. پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي. د يادونې وړ ده چې په امريكا كښې هر كال د زرګونو په شمېر خلق په داسې پېښو كښې ژوند د لاسه وركوي