په صوماليه كښې امنيتي ځواكونو 5 كلي د الشباب د شبكې نه پاك كړل

موغاديشو21 جنوري (اے پي پي) په صوماليه كښې امنيتي ځواكونو تېره شپه عمليات كولو سره 5 كلي د الشباب د شبكې نه پاك كړي دي. د صوماليه د خاص ځواكونو وياند حسن عدنان لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ترهګرو ډلې الشباب په ضد د هېواد په ژوبا سيمه كښې په عملياتو كښې 12 ترهګر وژل شوي دي. په عملياتو كښې 15 وسله وال په ژوبل حالت كښې نيول شوي دي. وياند وئيلي دي چې د عملياتو په مهال پنځه كلي والې سيمې د ترهګرو نه پاكې كړې شوې دي.