کېمرون كښې د پل غورځېدو له امله 7 كسان مړه ٬ 14 ټپيان

يوآنډے 20 جنوري (اے پي پي) د مېنځنۍ افريقې په كېمرون هېواد كښې د پل غورځېدو له امله 7 كسان مړه او 14 ټپيان شوي۔ د ځائي چارواكو له مخې دا پېښه تېره ورځ په ماسوك نومې سيمه كښې ھغه وخت رامخې ته شوې كله چې د شل كانو نه ډك ټرك د ماسون سونګ لولو پل تېروتل۔ په دې موقع ناڅاپي پل په مېنځ ماټ شوې او په نتيجه كښې ئې 7 كسان په ټكي مړه او 14 ژوبل شوي۔ د پېښې وجوهاتو په سمدستي توګه نه دي رامخې ته شوې۔