د تركيه اولس مشر د امريكې خپل هم څنګ سره ټېليفوني تماس ٬د سوريې٬لېبيا او ايران په حقله خبرې

انقره 17جنوری(اے پی پی)د تركيه ا ولس مشر رجب طيب اردوان د امريكې خپل هم څنګ ډونلډ ټرمپ سره ټېليفوني تماس نيولې دے ۔د تركيې د مواصلات وزارت بيان له مخې د دواړو لارښودو ترمينځه په ټېليفون شوو خبرو كښې دوه اړخيزه اړيكو سره سره د لېبيا اوسنې او سيمه ايزې وضعه باندې غور شوې ۔د سپينې ماڼۍ دوهم وياند جيډ ډيئر په خپل بيان كښې ووئيل دواړو لارښودو د سوريې او لېبيا د امنيت په صورتحال٬د ايران په احتجاجي مظاهرو ا و ايران لخوا د يوكرين مسافرو وړونكې الوتكه راغورځولو په موضوعات خبرې شوې دي