تهران 15 جنوری (اے پي پي) د اېران، يوكرېن او كاناډا د ايويشن پوهانو ملاقات په تهران كښې شوے. د اېران سركاري ټيلي وېژن له مخې دا ملاقات تېره اونۍ د يوكرېن ايئر لائنز د تباهې د پلټنو په لړ كښې شوے. په ملاقات كښې تر اوسه د شويو پلټنو جاج اخستل شوے او نورو پلټنو لپاره د مكانزم وضع كولو په امكاناتو هم غور شوے.