د هند او اسټراليا ترمېنځه وړومبې ون ډے به (نن) كېږي

ممبئۍ 13 جنوري (اے پي پي) د هند او اسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې ون ډے مېچ به (نن) د نهې په ورځ په ممبئۍ كښې كېږي۔ د اسټراليا لوبډله دا مهال د هند په دوره ده۔ د دورې په مهال به اسټراليا هند سره د درې ون ډے مېچونو سيريز كوي۔ د دواړٶ لوبډلو ترمېنځه دوېمه ون ډے به په 17مه جنورۍ په راجكوټ او آخري ون ډے به په 19مه جنورۍ په بنګلور كښې كېږي