په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په پلوامه كښې دوه ځوانان شهيدان كړل

سرينګر 12 جنوري (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په پلوامه كښې دوه كشميري ځوانان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوانان د پلوامه په ترال سيمه كښې د محاصرې او لټون د كارروائې په مهال شهيدان كړي دي. تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې پوځي عمليات روان وو.