بيجنګ 12 جنوري (اے پي پي) د چين اولس مشر به د جنورې په 17مه نېټه د ميانمر دوه ورځنې سركاري دوره كوي. د چين نائب خارجه وزير لو زاٶ هوئې د يو خبري كنفرنس په مهال ووئيل چې اولس مشر شي جن پنګ به د جنورې په 17مه او 18مه نېټه د ميانمر سركاري دوره كوي. دا دوره د دواړو هېوادونو اړيكو لپاره ډېره مهمه ده. ده ووئيل چې دا به سږ كال د چينائي اولس مشر شي جن پنګ وړومبې غېر ملكي دوره وي. ده ووئيل چې د دورې په مهال به د چين اولس مشر په ميانمر كښې د ميانمر اولس مشر سره په بېلا بېلو چارو كښې ګډون كوي.