روبينه جلالي د افغانستان د قومي اېتهليټك فېډرېشن مشره وټاكل شوه

كابل 12 جنوري (اے پي پي) افغان ايتهليټ روبينه جلالي د افغانستان د قومي اېتهليټك فېډرېشن مشره وټاكل شوه. هغه به تر څلورو كلونو په دې چوكۍ وظيفه ترسره كوي. روبيه جلالي وئيلي دي چې هغه به هڅه كوي چې دا اداره پھ ښه ډول خپل صلاحيتونه پكار راوستلو سره وچلوي. 35 كلنه روبينه جلالي د دې څخه وړاندې د دې ادارې د ښځينه نائب مشرې په توګه وظيفه ترسره كوله. روبينه جلالي هغه وړومبې افغان مېرمن ده كومې چې په اولمپك لوبو كښې د افغانستان نمائندګي كړې. د هغې ټاكنه په افغانستان كښې د مېرمنو د حقونو په اړه ډېره مهمه ګرځول كېږي.