ما ته دې نوبل انعام راكړے شي. اولس مشر ټرمپ

واشنګټن 11 جنوري (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ټرمپ خپل ځان نوبل انعام لپاره حقدار ګرځولے. د اېراني ټي وي راپور له مخې د امريكې په اوهائيو ايالت كښې خپلو پلويانو ته په وېنا كښې اولس مشر ډونلډ ټرمپ ووئيل چې زه تاسو ته د نوبل انعام په باره كښې وايم، ما يو هېواد بچ كړے او ما اوس اورېدلي چې د هغه هېواد مشر ته نوبل انعام وركولې شي خو اصلي حقدار خو زه يم. كه هر څو اولس مشر ټرمپ د هېواد نوم خو وانخستلو خو واضحه ده چې ټرمپ د افريقائي هېواد د اېتهوپيا د وزيراعظم آبے احمد حواله وركوله.