د اېران او جاپان د دفاع وزيرانو په ټيليفون خبرې وكړې

تهران 11 جنوري (اے پي پي) د اېران د دفاع وزير برېګېډئير جنرال امير حاتمي د جاپان د دفاع وزير تاروكونو سره په ټيليفون خبرې كړې دي. د اېران خبر رسنې ادارې له مخې ده ووئيل چې بايد نړۍ او ټول خپلواكه هېوادونه د امريكې د پوځي ترهګرې غندنه وكړي. ده ووئيل چې په لوېديځه اسيا كښې د امريكائي پوځ موجودګي د تاٶ تريخوالي او عدم استحكام سبب ده. ده ووئيل چې سيمې نه د امريكائي ځواكونو وتل ضروري دي. د جاپان د دفاع وزير ووئيل چې د ده هېواد په لوېديځه اسيا كښې تاٶ تريخوالې كمولو او په امن كښې مرستې كولو ته تيار دے. ده ووئيل چې د ده هېواد په سيمه كښۍ د امريكې په مشرې كښې په پوځي اتحاد كښې د نه شاملېدو پرېكړه كړې.