
اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د كامياب جوان پروګرام ترمخه د هنر مند پاكستان پروګرام پورټل پرانسته كړې ۔په دې حقله د زيارت په ورځ په كنونشن سنټر كښې دستوره وشوه۔د دې پروګرام ترمخه به ٬په وړومبي پراؤ كښې د 20 مياشتو په مهال 1 لك 70 زره ځوانانو له پېشه وره تربيه وركولې شي۔دا د 30 اربه روپو پروګرام دے چې له مخې به يې پنځه لكه ځوانان هنرمنده جوړولې شي۔د پروګرام په وړومبي پړاؤ كښې به 10 اربه روپۍ حرڅ كولې شي او د دې ترمخه به 500 ټېنيكل ټريننګ سنټر پرانستلې شي چې پكښې به 1 لك 70 زره ځوانان هنرمنده جوړولې شي۔په وړومبي پړاؤ كښې به په مدرسو كښې د هنر 70 تربيتي مركزونه جوړولې شي او د دې پروګرام ترمخه به 300 سمارټ ټېنيكل مركزونه جوړولې شي او هغه به د انټرنېشنل كوالټي ټېكنيكل انسټي ټيوټ سره تړلې شي۔د دې په وړومبي پړاؤ كښې به75 سمارټ ټېكنيكل مركزونه جوړولې شي٬ځوانان د آن لائن پورټل د لارې تر 24 جنورۍ په بېلو څانګو كښې داخلې لپاره درخواستونه وركولې شي۔داخله فارم د كامياب جوان پروګرام په وېب پاڼه www.kamyabjawan.gov.pk موجود دے