د هند او سري لنكا ترمينځھ دريم او وروستې ټي ټونټي نړيوال كركټ مېچ نن كېږي

پونے ۔ 09 جنوری (اے پی پی) د هند او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز درېم او وروستې مېچ نن د جمعې په ورځ پونے كښې كېږي ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنې مېچ د باران په سوب نه ؤ شوې۔ هند اندور كښې شوي دوهم مېچ كښې سري لنكن لوبډلې ته په 7 وكټو سره ماتې وركولو سره سیریز كښې د 1-0 بريا ترلاسه كړې ۔ د سری لنکا په ضد د ټي ټونټي سكواډ مشري به ويرات كوهلي كوي۔ د لوبډلې په نورو لوبغاړو كښې لوکېش راهول، شرییاس ایئر، منیش پانډے، سنجو سیمسن، رشبھ پنت، شیوم ډوب، یوزویندر چهل، کلدیپ یادیو، راویندرا جډیجه، شاردال ټھاکر، نویدیپ سینی او واشنګټن سندر شامل دي ۔ دا خبره دې ښكاره وي د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز درېم او وروستې ټي ټونټي مېچ به د روانې مياشتې په 10 مه نېټه كولې شي