په شېنزن اوپن ټېنس وېمنز سنګلز كښې اېليسي مارټنز او کرسټينا پاليسکووا کوارټر فائنل ته ورسېدلې

بيجنګ 07 جنوري (اے پي پي) د بيلجيئم د ټېنس نوموړې لوبغاړې اېليسي مارټنز او د جمهوريه چيك کرسټينا پاليسکووا د ډبليو ټي اے شينزن اوپن ټېنس جام وېمنز سنګلز کوارټر فائنل ته رسېدلې۔ د نهې په ورځ په چين كښې شينزن اوپن ټېنس جام كښې په وېمنز سنګلز پري كوارټر فائنل كښې د بيلجيئم اېليسي مارټنز كوربه لوبغاړې ژي وانګ ته ماتې وركولو سره كوارټر فائنل لپاره كواليفائي كړې دغسې د جمهوريه چېك کرسټينا پاليسکووا د بېلاروس حريف لوبغاړې آرينا سابالنکا ته ماتې وركولو سره كوارټر فائنل ته رسېدلې ده