اسلام آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزیراعظم خصوصي مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي کرتار پور د امن او مينې راهدري ده۔ ګردوارہ کرتار پور كښې د ګروګوبند سنګ زېږېدنې ورځې پياوړې دستوره د هندي پروپېګنډرې نفي او د سوؤنو پهش مېر د سكه ياتريانو ګډون د پاكستان د سوليزې او روښانه څېرې عكاسي كوي چرته چې اقليتونه آزادۍ سره مذهبي رسمونه ادا كولې شي۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كرتارپور راهداري د امن او مينې راهداري ده۔ په دستوره كښې بېلو مذهبونو سره د تعلق لرونكو كسانو ګډون او سكه ورورولۍ سره د يو والي څرګندونه ددې خبرې ثبوت دې چې پاكستان كښې ټول د ورورولۍ او خپلو كښې د همغږۍ په فضا كښې د هېواد په پرمختګ او ودانۍ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كوي۔