د وېسټ انډیز او آئرلېنډ ترمينځه اولنې يو يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ نن كېږي

برج ټاؤن ۔ 06 جنوری (اے پی پی) د وېسټ انډیز او آئرلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځھ د درې يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ نن د نهې په ورځ برج ټاؤن كښې كولې شي۔ د آئرلېنډ لوبډله دا مهال د وېسټ انډيز په دوره ده چرته به چې دا د كوربه لوبډلې په ضد د درې يو ورځنو او درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم يو ورځنې نړيوال مېچ به د روانې جنورۍ مياشتې په 9 مه او درېم او ورستې مېچ به په 12 مه نېټه كولې شي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كولې شي د كوم ا ولنې مېچ به چې د روانې جنورۍ مياشتې په 15 مه ٬ دوهم په 18 مه او درېم او ورستې مېچ به په 19 مه نېټه كولې شي