ډھاکه۔06 جنوری(اے پی پی) د بنګله دېش پریمیئر لیګ 5 م پړاؤ كښې نن د نهې په ورځ دوه نور مېچونه كېږي۔ د ليګ په 35 م مېچ كښې به د كوميلا واريئرز او سلهټ تھنډر لوبډلو ترمينځھ مقابله وي۔ د کومیلا واریئرز مشري سومیا سرکار كوي او سلهټ تھنډر لوبډله د آندرے فلچر په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ تھنډر لوبډلې په 11 مېچونو كښې يو مېچ ګټلې دې۔ هم په دې ورځ به دوهم مېچ د چټوګرام چېلنجرز او راجشاهی رائلز ترمينځھ كولې شي۔ دچټوګرام چېلنجرز مشري به امرالقیس كوي او د راجشاهي رائلز لوبډلې د مشرۍ ذمه واري پاكستاني آل راؤنډر شعېب ملك ته سپارلې شوې ده۔ په ټېبل د دواړو لوبډلو 14 ٬ 14 پوائنټس دي ولې بياهم د رن رېټ له مخې راجشاهي رائلز لوبډله په اولني او چټو ګرام چېلنجرز په دوهم لمبر ده۔ لیګ كښې ټائټل ترلاسه كولو له د 7 لوبډلو ترمينځھ به 46 مېچونه كولې شي۔ دفاعی چېمپئن کومیلا واریئرز لیګ كښې د ټائټل دفاع له هڅې روانې ساتلې دي۔ د ليګ فائنل مېچ به د جنورۍ په 17 مه نېټه كېږيMWA