برسبېن 05 جنوري (اے پي پي) برسبېن نړيوال ټېنس ټورنامنټ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په كوئنز لېنډ ټېنس سنټر كښې پېل كېږي چې پكښې به د نړۍ د ټېنس نامتو ښځينه لوبغاړې ګډون كوي. د جمهوريه چېك كېرولينا پلسكووا به په سنګلز ايونټ كښې د ټائټل دفاع كوي. ايشلې بارټي به د ټاپ سيډ په حېث په ټورنامنټ كښې برخه اخلي. په نورو نامتو لوبغاړو كښې ماريا شراپووا، وېنس وليمز، سمانتها سټوزر او نومي اوساكا شاملې دي. د ټورنامنټ د فائنل مقابلې به د جنورې په 12مه نېټه كېږي.