کېپ ټاؤن ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) د سوئيلي افريقا او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم ټېسټ مېچ د جنورۍ درېمې نېټې څخه كېپ ټاؤن كښې پېل كېږي۔ كوربه لوبډلې سوئيلي افريقا ته د څلور مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ سېنچورین كښې شوي اولني ټېسټ مېچ كښې پروټیز انګلېنډ ته 107 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز دريم ټېسټ مېچ به په 16 جنورۍ پورټ الزبته او څلورم او وروستې ټېسټ مېچ په 24 جنورۍ جوهانسبرګ كښې كولې شي